ازبکستاني رسنیو خبر ورکړی چې، ټاکل شوې د قوش تیپې کانال په تړاو د تاشکند د اندېښنو د شریکولو لپاره د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راشي. په راپور کې د سرخانداریا د جنوبي سیمې د قوماندان او لوغ بیک قاسموف، له قوله ویل شوي چې دغه سفر به د روان زېږدیز کال تر پایه ترسره شي. تر دې وړاندې د سرپرست حکومت چارواکو ویلي وو، چې دوی په آمو سیند کې د ګاونډیانو حقونو ته درناوی لري او هېڅ هېواد دې اندېښنه نه کوي.











