د ملګرو ملتو د مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي چې سږکال له افغانستان سره تر ټولو ډېره بشري مرسته امریکا کړې ده. د اوچا د راپور له مخې، روان میلادي کال له افغانستان سره دولس سوه میلیونه ډالر بشري مرسته شوې ده چې په دې کې تر څلور سوه میلیونه ډالرو ډېره برخه د امریکا د متحدو ایالتونو ده. د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، امریکا ویاړي چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو په سر کې ځای لري.
































