له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، چې هېڅ هېواد دا حق نه لري چې کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي. د اسلام اباد ضرب الاجل راتلونکې اونۍ سې شنبې پوره کیږي او وایي، که تر دې ورځې یو میلیون او څه باندې اووه لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده ونه وځي په زوره به یې وباسي. د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، چې د پاکستان دا هڅه ستایي چې افغانانو ته یې پناه ورکړې ده خو ده ټینګار کړی چې هېڅ کډوال باید په زوره و نه ایستل شي. نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ په دې برخه کې خپلې اندېښنې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړې دي.












