د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د سوداګرو او پانګوالو ۸۰ سلنه ستونزې حل شوې دي. د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند او ورسره پلاوي کندهارته د سفر پرمهال د یاد ولایت له والي ملا شرین آخند سره په لیدنه کې ویلي، چې په هېواد کې د سوداګرو ۸۰ سلنه ستونزې حل شوې دي. یاد پلاوي له بهرنیو هېوادونو سره د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد، د صرافانو د مالیې او د بانګونې په نورو برخو کې شته ستونزې له والي سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړې چې دغه ستونزې له مشرتابه سره هم شریکې شي.
































