چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ولسي جرګه: پروګرام غیر شفاف دی، فساد پکې کېږي او له ملت سره ستره جفا ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 21, 2020
in افغانستان
0
د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د حکومت پر پروګرامونو د نیوکو پر دوام، تازه ولسي جرګې د ملي دسترخوان پر پروګرام نیوکه کړې او دغه پروګرام یې د فساد لپاره لار جوړول بللی دی.

د ولسي جرګې غړو د تېرې ورځې په غونډه کې وویل چې حکومت دې په دغه ډول له فساده ډکو کړنو د ولس پر برخلیک لوبې نه کوي او له ملت سره دې له دغه ډول ظلمونو لاس واخلي. ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د ملي دسترخوان پروګرام پرانیست چې ویل یې په دې پروګرام کې به میلیونونو خلکو ته خوراکي توکي وویشي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د روانې میاشتې په ۲۸مه افغان ولسمشر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي دسترخوان پروګرام پرانیست. دغه پروګرام دوه پړاوونه لري چې په هغه کې به د هېواد نوي سلنه وګړو ته د حکومت په خبره، لومړني خوراکي توکي ووېشل شي. حکومت وایي چې د پروګرام  په لومړي پړاو کې ۳۴ ولایتونه، ۱۲۳ ولسوالۍ، ۱۲۸۹۶ کلي چې په مجموع کې ۱.۶۷ میلیونه کورنۍ کېږي، شامل دي. د لومړي پړاو مجموعي لګښت ۸۶ میلیون ډالر کېږي چې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، صابون او یو شمېر نور لومړني خوراکي او غیر خوراکي توکي پکې شامل دي. همدا راز دویم پړاو هم په ۳۴ ولایتونو کې تطبیقېږي چې ۲۳۵ ولسوالۍ، ۲۱۸۴۲ کلي او ۲.۵ میلیون کورنۍ به په کې شاملې وي او د دویم پړاو مجموعي لګښت ۱۵۸ میلیون ډالره دی.

اوس د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ترڅنګ د ولسي جرګې غړو هم د افغان حکومت له دغه پروګرام سره مخالفت څرګند کړی دی. د ولسي جرګې غړي وایي چې ملي دسترخوان پروګرام په لوی لاس فساد ته زمینه برابرول دي او حکومت ته په کار ده چې له ورته غیر شفافو اقداماتو او پروګرامونو لاس واخلي. د ولسي جرګې د غړو په خبره، حکومت په خپلسرې توګه د ملي شورا له مشورې پرته دغه ډول میلیونونه ډالر په غیر شفافو پروګرامونو لګوي چې د جدي اندېښنې وړ مسئله ده. د ولسي جرګې د مالي او بودیجې د کمېسیون مشر میر افغان ساپی وايي، حکومت باید دغه پروګرام ودروي. د ده په خبره: ((د افغانستان د ولسي جرګې ماليي او بودجې کمېسیون له دې پروګرام سره خپل مخالفت څرګندوي او ټول ملت ته په ډاکه کوي وايي، چې دا د افغان مظلوم ملت سره ستر جفا ده)).

د دغه کمېسیون مشر میر افغان ساپي همدا راز د افغانستان د مالیې له وزارت غوښتي چې له دغه پروګرام سره مالي همکاري و نه کړي. د ده په خبره، ولسي جرګه د اوړي رخصتۍ پيلوي او که حکومت د ملي شورا له مشورې پرته دغه پروګرام پلی کوي او پیلوي، د ملت په حق کې جفا ده، فساد به وشي او راتلونکی مسوولیت به یې هم د افغان حکومت پر غاړه وي. د ده په خبره: ((د افغانستان له مالیې وزارت په جدي ډول غوښتنه کوو چې له هر ډول جوړجاړي لاس واخلي او که هر اقدام کوي باید ولسي جرګه چې قانوني بنسټ دی، په جریان کې پرېږدي)).

د ولسي جرګې بل غړی علي اکبر جمشېدي بیا وایي چې حکومت په لوی لاس د فساد لپاره زمینې برابروي او دغه ډول غیر شفاف پروګرامونه په حقیقت کې فساد ته لارې جوړول دي. د ده په خبره: ((ادارې فساد په حکومتي ادارو کې ډېرې ژورې ريښې کړې. کله چې د یوه پروګرام طرحه جوړېږي مخکې له دې چې هغه پروګرام پیل شي د فساد لپاره یې مخکې له مخکې طرحه جوړه شوې وي او عملي کېږي)).

افغان حکومت بیا وایي چې دوی دغه پروګرام پلی کوي او د افغانستان ولسي جرګه او مشرانو جرګه باید همکاري ورسره وکړي. د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس لطیف محمود ویلي، دا په افغانستان کې د فقر د له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت یو ملي پروګرام دی چې د ملي شورا غړي هم باید له دوی سره همکاري وکړي، څو پروګرام په سمه توګه عملي شي او د فساد مخه و نیول شي.

افغان حکومت داسې مهال د ملي دسترخوان پروګرام پیلوي چې تر دې وړاندې یې د وچې ډوډۍ پروګرام پیل کړی و او د دغه پروګرام په تړاو د فساد ګڼ شکایتونه موجود دي چې حکومت یې د څارنې او پلټنې په اړه څه نه دي ویلي.

Tags: Top
Previous Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Next Post

روسیه مټر: د روسیې او امریکا همکاري د افغانستان لپاره مهمه ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
روسیه مټر: د روسیې او امریکا همکاري د افغانستان لپاره مهمه ده

روسیه مټر: د روسیې او امریکا همکاري د افغانستان لپاره مهمه ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو تګلارې

په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو تګلارې

جولای 17, 2024
قاهره؛ د افغان سفارت سرپرست د مصر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره کتلي

قاهره؛ د افغان سفارت سرپرست د مصر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره کتلي

جولای 16, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved