د هرات ښاروالۍ له لوري د دغه ښارد یوولسمې ناحیې اړوند د کانال د جوړولو په ګډون د قادر آباد سړک پخولو چارې پیل شوې. د یادې پروژې د پیل پرمهال د هرات ښاروال عبدالرازق راشد وویل چې د یوولسمې ناحیې اړوند د کانال د رغولو په ګډون د ۱۶۰۰ مترو په اوږدوالي او ۸ متر پلنوالي د قادر آباد سړک د پخولو چارې د ښاروالۍ ادارې پراختیايي بودجې څخه د ۱۲ ميلیونه افغانۍ په لګښت رغول کېږي. راشد زیاته کړه چې د دغه پروژې چارې به د شاوخوا څلور نیمو میاشتو په موده کې بشپړې شي. باید وویل شي چې نن په بلخ کې د څه باندې ۸ میلیونو افغانیو په لګښت هم دې ته د ورته یوې پروژې چارې پیل شوې وې.












