افغان حکومت وایي پر کونړ به د پاکستان وروستي بریدونه بې ځواب نه پرېږدي. د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب او ورسره مل پوځي پلاوي کونړ ولایت ته سفر کړی دی او هلته یې له هغو سیمو لیدنه کړې چې د پاکستاني پوځ راکټونه پرې لګېدلي دي. حمد الله محب ویلي د پاکستان دغه ډول غیر قانوني او ظالمانه کړنې به بې ځوابه پاتې نه شي. هغه بیا پر طالبانو هم غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او له افغان پوځ سره څنګ تر څنګ د ګډ دښمن پروړاندې ودرېږي. محب د پاکستان د راکیټي بریدونو له امله د وژل شوو او ټپیانو له کورنیو سره کتلي دي او دوی ته یې ډاډ ورکړی دی چې د مېنو په جوړولو کې یې مرسته ورسره کوي.
































