پاکستاني چارواکي وايي، د افغانانو په ګډون د ناقانونه بهرنیو کډوالو د ایستلو پلان یې نهايي کړی دی. د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي رسنيو ته ویلي، چې دا یو سخت او له ننګونو ډک کار دی، خو د دوی حکومت ژمن دی چې ناقانونه کډوال به له پاکستانه باسي. د نوموړي په خبره، د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پروسې په پیل کې به دا کسان موقتي مرکزونو ته وړل کيږي، خو د دې تر څنګ هغه خلک چې په خپله خوښه وځي همکاري به ورسره وشي. د يادونې ده چې دا مهال شاوخوا ۱.۷ ميليونه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري ، په دغه هېواد کې مېشت دي.
































