د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه د مطالعې بېلابېل کتابونه ته اېښودل شوې دي. د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي، په مرکز پلعلم ښار کې یې ځوانان مطالعې ته د رابللو په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ کړی دی. د نوموړي په وینا، په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، اسلامي، کلتوري، ادبي، اقتصادي او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې کړي. هغه زیاته کړه چې د پخوا په پرتله کتاب او مطالعې سره د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې او هڅه روانه ده چې د بېلابېلو نندارتونونو او غونډو له لارې ځوانان د کتاب مطالعې ته راوبولي.












