د سرپرست حکومت مرکزي ویاند وايي چې د حکومت د مشرتابه د هدایت پر اساس له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه یو کمېسیون جوړ شو. ده ويلي چې د دې کمېسیون مشري د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي کوي. هغه زیاته کړې، چې دغه کمېسیون به خپلو امکاناتو ته په کتو د کډوالو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات او موقت پنډغالي چمتو کوي.
































