د عامې روغتیا وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوی به په دې سفر کې د قطر هېواد له لوړ پوړیو چارواکو، نړیوالو روغتیايي ادارو او د ځينو هېوادونو له استازو سره لیدنې ولري. عامې روغتیا وزارت زیاته کړې، د دغه سفر موخه د روغتیا په برخه کې د نړیوالو د همکارۍ راجلبول او په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو معیاري کول دي.
































