تېره ورځ دوه نسبتا زورورو زلزلو د هېواد کندوز او بدخشان ولایتونه لړزولي دي. د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، په بدخشان کې د رېښتر په کچه ۴.۴ درجې زلزله شوې چې مرکز یې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و. د یادې زلزلې ژوروالی د ځمکې په ۲۱۲ کیلومټرۍ کې ښودل شوی دی. بل لورته سرچینې په کندز کې هم د ریښتر په کچه د ۴.۷ درجې زلزلې خبر ورکړی. د یادې زلزلې ژور والی د ځمکې په لس کیلومټرۍ کې ښودل شوی دی. په همدې حال کې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې نن سهار شاوخوا د یوې نسبتا زوروې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي. لاهم د یادو زلزلو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
































