د هېواد په جنوب لوېدیځه حوزه کې د پرمختیایي پروژو مسول انجینیر خوشیوال ویلي، چې د کندهارـ اروزګان ترمنځ ۲۱۰ کیلو مټره سړک چې د کندهار ارغنداب او روزګان دهراود ولسوالیو ترمنځ پروت دی، د ۱۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د څلورو کلونو په موده کې په اساسي ډول رغول کېږي. د خوشیوال په خبره دغې پروژې ته د شمال دهلیز نوم هم ورکول شوی او ټاکل شوې چې له سالنګونو سره وصل شي. د یادونې وړ ده، چې سالنګونو کې هم د کابل شمال لویې لارې د ځینو برخو د بیارغونې چارې روانې دي، چې په لړ کې یې د سالنګونو تونل په اساسي ډول بیارغول کېږي.












