چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

خلک به د سولې مخالفت ونه زغمي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 22, 2020
in تبصرې
0
ملي دسترخوان؛ ولس تېر ایستل که د جیبونو ډکول؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په ظاهره د افغان حکومت له خوا د طالبانو د شپږ سوه بندیانو نه خوشې کول د بین الافغاني خبرو د پیل او سولې مخه نیولې ده. حکومت وايي چې دا بندیان جنايي دوسیې لري، خو طالبان یې ردوي او وايي چې حکومت د سولې د خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي. حکومت بیا ادعا کوي چې طالبانو د سولې خبرو د پیل لپاره خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او د دوی له لوري د تاوتریخوالي دوام هېڅ لوري ته د منلو نه دی. له دې سره د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، دوی له طالبانو سره د سولې غوښتونکي دي، خو اجازه نه ورکوي چې د طالبانو په جامه کې پردۍ دسیسې او لوبې دلته پيل شي او بهرني جنګیالي په افغانستان کې خپلو ورانکاره فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

خلک چې څه محسوسوي هغه دا دي چې دغه دریځونه د سولې د خبرو د پیل مخه نیولې ده او دا چاره بیا د جګړې د غځیدو او د افغان وژنې د دوام سبب شوې ده. له همدې امله حکومت ورته پړ دی او د سولې په لاره کې یې یا خنډ ګڼي او یا هم شک پرې کوي چې سوله نه غواړي. د حکومت ځینې کړنې هم د دې سبب شوې چې شک پرې زیات شي او آن ځینې ډاډه کړي چې په ارګ کې واکمن د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره د سولې مخالفت کوي. حکومت په پيل کې د یو طالب خوشې کولو تیار نه و، خو اوس یې تر څلورو زرو ډېر بندیان خوشې کړي دي. د حکومت دریځ بدل شو، طالبان خوشې شول، خو ورسره جګړه زیاته شوه او زرګونونو افغان کورونو ته یې د اولادونو جنازې ورغلې.

د افغانستان د حکومت دریځ له سولې سره د مخالفت تصویر ورکوي، که حکومت د سولې مخالفت کوي، نو بیا کیسه ښکاره ده او هر څه روښانه دي، خو که حکومت سم وي، نو دریځ یې وضاحت ته اړتیا لري. که داسې څه وي چې خلک یې نه ویني او حکومت یې ویني، پکار ده چې روښانه شي. حکومت ته پکار ده چې واضح کړي دوی آخر څه غواړي؟ ولې یې په پیل کې زندانیان نه خوشې کول؟ ولې یې بیا خوشې کړل؟ ولې یې اوس نه خوشې کوي؟ چارواکي خلکو ته ډاډ ورکولی شي چې دا شپږ سوه بندیان به هم نه خوشې کوي؟ اوس چې حمدالله محب وايي چې پردۍ دسیسې دي، ولې دا دسیسې نه روښانه کېږي؟ ولې خلک پر دې هر څه نه خبریږي؟

دا او دې ته ورته نورې مهمې جدي پوښتنې شته چې حکومتي چارواکي یې باید ځواب کړي. که دوی دغو پوښتنو ته منطقي او سم ځوابونه ونه لري، نو بیا د حکومت په اړه د ډېری خلکو قضاوت سم دی. داسې ښکاري چې حکومت دغو پوښتنو ته ځواب نه لري. دا هم سمه ده چې په طالبانو کې ستونزې شته، خو اوس خلک حکومتي چارواکي د سولې خنډ ګڼي. خلک به بیا هم حکومت ته د وضاحت وخت ورکړي، خو که حکومت له وضاحت پرته همداسې دریځ ولري، خلک به مجبور شي چې د سولې لپاره ودریږي او خنډونه به له مخې لرې کړي. هغوی چې د خپل واک د دوام لپاره د افغان وژنې دوام غواړي، د خلکو له غبرګون سره به مخ کېږي او دوی به بریالي نه شي چې زموږ په وینو د خپل واک ماشین وچلوي.

Previous Post

شتمن کېدل په عمر پورې تړلې خبره نه ده

Next Post

جیوستراتیژیک

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
جیوستراتیژیک

جیوستراتیژیک

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د غېږ نيونې نړيواله سيالي د چين په شينجيانګ کې پرانيستل شوه

د غېږ نيونې نړيواله سيالي د چين په شينجيانګ کې پرانيستل شوه

مارچ 9, 2025
پوتین له نامناسبو شرایطو پرته د اوکراین مسئلې په اړه خبرو ته تياری وښود

پوتین له نامناسبو شرایطو پرته د اوکراین مسئلې په اړه خبرو ته تياری وښود

اپریل 12, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved