د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهیوف په مشرۍ له دغه هېواده راغلي پلاوي سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې کتلي دي. د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په سوداګریزو، ترانزیټي او د اقتصادي اړیکو سربېره د رېل پټلۍ، ترانسپورت، په افغانستان کې د کانونو مسلکي کیندنې، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او همدارنګه په ازبکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زدهکړو د زمینې برابرولو په هکله هراړخیز بحث اوو خبرې اترې کړې دي.
































