د عامې روغتیا سرپرست وزیر، د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر پاول کلومان بکن سره په قطر کې وکتل. په دې کتنه کې د زلزله ځپلو سیمو او د عمومي روغتیا سکتور پر لومړیتوبونو، د روغتیايي برخې د همکارانو ترمنځ پر ښې همغږۍ او د هېوادونو له استازو سره پر ناستو او د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي. په دې کتنه کې د ناروې له سفير څخه د لا همغږۍ او همکارۍ غوښتنه شوې تر څو په راتلونکي کې د افغانستان خلک معياري روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ولري.
































