د سرپل ولایت سیمه ییز مسوولینو د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه ۷ سوه زره افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو چارې د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اداري مدیر هدایت الله هاشمي وویل چې د یادو پروژو لګښت د یادې ادارې له بودجې څخه ورکول کېږي. د یادونې وړ ده، چې د سانچارک ولسوالۍ ښاروالۍ د تکزار ښار شاوخوا کانالونو د جوړولو چارې د ۵۵۰ مترو په اوږدوالي، ۶۰ سانتي متره ژورتیا او ۱۵سانتي متره پلنوالي په لرلو پیل کړی دی.
































