چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

وکیلانو ملي دسترخوان پروګرام د اساسي قانون خلاف وباله او بودیجه یې رد کړه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 22, 2020
in افغانستان
0
وکیلانو ملي دسترخوان پروګرام د اساسي قانون خلاف وباله او بودیجه یې رد کړه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسي جرګې په تازه اقدام کې د افغان حکومت د ملي دسترخوان پروګرام لپاره ځانګړې شوې بودیجه رد کړه. ولسي جرګې پرون فوق العاده غونډه کړې وه او په دې غونډه کې یې پر هغه پروګرام او د هغه پر مالي امکاناتو بحث وکړ، چې ولسمشر یې له فقر سره د مبارزې لپاره غوره ګام بولي. ولسي جرګې د مالیې وزارت چارواکي وربللي وو او له دوی یې په دې اړه پوښتنې ګروېږنې وکړې. په پای کې د وکیلانو قناعت حاصل نه شو او د رایو په اکثریت یې د ملي دسترخوان لپاره ځانګړې شوې بودیجه رد کړه.

ولسمشر غني د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه د ملي دسترخوان تر نامه لاندې یو پروګرام پرانیست چې له مخې یې باید په هېواد کې نږدې ۹۰ سلنه وګړو ته په دوو پړاوونو کې خوراکي توکي ووېشل شي. تر دې پرېکړې وروسته په ټولنیزو او نورو رسنیو کې پر دې پروګرام اندېښنې څرګندې شوې او خلکو له حکومت د دغه پروګرام د درېدو غوښتنه وکړه. دوی ویل چې د وچې ډوډۍ د وېش په پروګرام کې پراخ فساد وشو، نو څه ضمانت موجود دی چې په دې ستر پروګرام کې به فساد نه کېږي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

پرون ولسي جرګې فوق العاده غونډه رابللې وه او  په هغه کې یې د مالیې وزارت چارواکي راغوښتي وو چې د دې پروژې د مالي امکاناتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه معلومات ورکړي. د ولسي جرګې غړو ویل چې د حکومت دغه پروګرام د اساسي قانون د ۹۱یمې مادې خلاف دی او د دې پروګرام لپاره ځانګړې شوې پیسې دې خلکو ته د کاري فرصتونو درامنځ ته کېدو په برخه کې ولګول شي. د ولسي جرګې غړي همدا راز اندېښنه لري چې ګواکي دغه پیسې به د فساد د موجودیت له امله حیف میل شي او دا به د ملت په حق کې ستره جفا وي.

وکیلانو همدا راز په دې غونډه کې د ملي دسترخوان پروګرام خیالي او غیر عملي وباله. د دغې جرګې غړي محمد عظیم کبرزاني وویل، حکومت دې دغه پیسې پر حیاتي پروژو ولګوي. د ده په خبره: ((ښه به وي د دې خیالي او فرمایشې پروژې ۲۸۰ میلیونه ډالره پروژه،  د روغتیا، روغتونونو جوړولو، ښوونځیو جوړولو او نورو حیاتي پروژو باندې ولګول شي)).

ځینې وکیلان بیا وايي چې په دې پیسو افغانانو ته ګڼ فرصتونه برابرېدلی شي. د ولسي جرګې غړی کریم اتل وايي: ((که په واقعیت سره ملت ته کار کېږي، په دې پیسو باندې باید فابریکې جوړې شي، خلکو ته به د کار زمینه برابره شي)).

بلخوا مالیې وزارت بیا وایي چې دغه پیسې نړیوال بانک او نور نړیوال ډونران ورکوي چې غیر اختیاري دي او د دوی په خوښه لګول کېږي. د مالیې وزارت معین عبدالحبیب ځدران وایي: ((دغه پیسې چې د ملي دسترخوان لپاره ورکول کېږي، صلاحیت یې له نړیوال بانک او نورو ډونرانو سره دی. د ځینو نورو پروژو پیسې مو هم دې پروګرام ته ورکړې دي)).

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم بیا وایي چې دا د افغان حکومت پروژه ده او موخه یې هم دا ده چې په هېواد کې د فقر په له منځه وړلو کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ولسي جرګه دې د فقر په له منځه وړلو او دغه ډول پروګرامونو په پلي کولو کې همکاري ورسره وکړي.

خو له دې هڅو سره سره، د افغان حکومت چارواکو د ولسي جرګې قناعت حاصل نه شوی کړی او په پای کې ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې د رایو په اکثریت به دغه بودجه ردوي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې وکیلانو د رایو په غوڅ اکثریت دغه بودیجه رد کړې ده او معلومه نه ده چې ارګ به یې پرېکړه عملي کړي کنه.

تر دې وړاندې هم د وچې ډوډې د ویش په پروګرام کې د پراخ فساد راپورونه خپاره شوي وو، چې افغان حکومت یې تر دې دمه ولس ته په اړه معلومات او وضاحت نه دی ورکړی.

Tags: Top
Previous Post

پاکستان به څه موده نور هم؛ د نړیوال مالي اقدام په خړ لېست کې پاتې شي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سمنګاني: مخدوم عالم د نورو څېړنو لپاره کابل ته راوړل شوی

سمنګاني: مخدوم عالم د نورو څېړنو لپاره کابل ته راوړل شوی

جنوري 16, 2022
د افغانستان ترانزیټي رېل ګاډی د تهران له لارې تېر شوی

د افغانستان ترانزیټي رېل ګاډی د تهران له لارې تېر شوی

مې 6, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved