د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره کتلي دي. ياد وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د افغانستان د لوړو زده کړو په پیاوړتیا کې د دغه وزارت کارونه ستايلي او ویلي دي، چې جاپان د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل رامنځته کولو هڅه کوي. هغه همدارنګه د ډاکټر ناکامورا پروژو د بشپړولو ترڅنګ، د افغانستان له تحصیلي نظام سره د بنیادي کارونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی. دغه راز په دې ليدنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د افغانستان او جاپان ښو اړیکو ته په اشارې سره سره ويلي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو جوړولو په برخه کې د جاپان هڅې د ستايلو دي. نوموړي زياته کړې، چې نړیوال باید په اضطراري حالتونو کې د مرستو سربېره، د افغانستان په اساسي جوړونه کې هم برخه واخلي.
































