د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وایي، شاوخوا په هرو دوو اوونیو کې ملګري ملتونه افغانستان ته ۸۰ میلیونه ډالره نغدي مرسته لېږدوي. سيګار تېره ورځ په يوه راپور کې ويلي، دغه پیسې د افغانستان بانک او سرپرست حکومت ته نه دې ورکړل شوي، بلکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما ته ورکړل شوي چې په دې هېواد کې پر بشري چارو لګول کېږي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر میاشتې څخه تر د ۲۰۲۳ کال د جولای تر میاشتې پورې ملګرو ملتونو ۲،۹ میلیارد ډالره کابل ته لېږدولي او پر بشري چارو یې لګولي دي. سیګار زياته کړې، چې پر افغانستان د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته امریکا د افغانانو تر ټولو لوی مرستندویه هېواد پاتې شوی دی.











