د امریکا خصوصي سکتور باید د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن وایي چې د امریکایي سوداګرو له یوې ټولنې سره یې په افغانستان کې د سولې د روانې پروسې په تړاو خبرې کړې دي. ویلسن وایي د افغانستان د سولې لپاره هڅې پيل شوې دي او ددې وخت دی چې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته نړیوال په افغانستان کې پانګونه وکړي. هغه ویلي د امریکا خصوصي سکتور هم کولی شي په افغانستان کې د پانګونې او فعالیت له لارې ددغه هېواد په پرمختګ، اقتصادي وده او انکشاف کې همکاري وکړي.
































