د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ژمي کې د کورنیو د لاسنیوي لپاره ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په افغانستان کې سخت ژمي ته یوازې یو څو اونۍ پاتې دي چې له کبله به یې په غرنیو سیمو کې د واورو او کنګلونو له کبله د خلکو د تګ راتګ لارې تړلې وي. د افغانستان په سړو سیمو کې هر کال د واورې له اورېدو سره عمدتاً مواصلاتي لارې تړل کېږي او زیاتې کورنۍ په سختۍ د اړتیا وړ خوراکي مواد ترلاسه کوي.
































