د پاکستان یو چارواکی وايي چې نن پر ډیورند کرښه ځینې نور مرکزونه هم پرانیستل شول چې له پاکستانه د لسګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړي. په خیبر کې د کمېشنر مرستیال عبدالناصر خان رویټرز اژانس ته ویلي، پر تورخم دروازه چې ډېر کډوال ورڅخه افغانستان ته اوړي، د دغو مرکزونو شمېر درې برابره زیات شوی دی. هغه زیاته کړې چې تر اوسه شاوخوا ۲۰زره کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د رویټرز د خبر له مخې د چمن له لارې بیا تر ۳۵زره ډېر بې اسناده افغانان، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
































