د کونړ ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارواکو په خبره دغه پېښه پرون ناوخته د نورګل ولسوالۍ اړوند پتنګ ترۍ سیمه کې د دوه موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې ۳ تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي. چارواکي د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.












