د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، چې روان کال یې د کورونو او سوداګریزو سیمو د پاکولو محصولاتو، اعلاناتو، تالارونو، پارکونو او پارکینګ ځایونو او د ښار د ننوتلو دروازو محصولاتو له درکه ۵۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه ولايت ښاروال ويلي چې روان کال یې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۵۰ کوچنۍ پروژې بشپړې کړې دي. د هرات ښاروال ويلي، نوموړی دغه راز زیاتوي چې سږ کال یې ۱۲۰ پروژې عملي کړې چې تر دې دمه یې د ۵۰ کوچنیو پروژو چارې بشپړې شوې او د پاتې پروژو چارې روانې دي.