افغان لوبغاړي نوین الحق، له اسټرلیا سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له لوبې وړاندې ویلي، «و به لېدل شي چې اسټرلیا ته بشري حقونه ارزښت لري او که نړۍوال جام کې ۲ امتیازونه. د اسټرلیا کرکټ بورډ د روان کال په جنورۍ میاشت کې له افغانستان سره درې پنځوس اوریزې لوبې پر افغان نجونو د محدودیتونو په غبرګون کې لغوه کړې وې. نوین الحق پر خپل انسټګرام په یو خپور کړي پیغام کې د اسټرلیا کرکټ بورډ ننګولی چې نړۍوال جام کې به هم په خپل دریځ ودریږي او که نه. د اسټرلیا او افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ د یو بل پر وړاندې میدان ته ښکته کیږي.
































