د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي، د افغانستان راتلونکي اقتصادي پراختيا نړيوال کنفرانس کې وویل، چې اوس مهال افغانستان کې له بل هر وخته د پانګونې ښه زمينه برابره شوې ده. نوموړي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې د دې فرصت څخه په ګټه اخیستنې افغانستان کې پانګونه وکړي. سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، چې سرپرست حکومت هڅه کوي له شته امکاناتو په استفادې، افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي. نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار وکړ او وې ویل، چې زده کړه د هر افغان طبیعي او دیني حق دی، چې هېڅوک ترې انکار نشي کولی.
































