روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۱۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په دې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر ۳۵ زره او ۷۲۷ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا وبا اخته څلور کسان مړه شوي او ۱۶۸ نور بیا بېرته رغېدلي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زره او ۱۹۰ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۳ زره او ۹۰۷ ته پورته شوی دی.
































