د بدخشان د ارګو – درایم ولسوالۍ د سړک د بیا رغولو چارې د ۴۲ کیلومترو په اوږدوالي او ۸ متره سور سره د ارګو ولسوالۍ له سنګ آب څخه د درایم ولسوالۍ تر صوفي باغ کلي پورې رسېږي پیل شوې. د درايم ولسوال ویلي چې د ارګو ولسوالۍ له سنګ آب څخه پيل او د درايم ولسوالۍ تر باغ صوفي پورې غځېږي، ۴۲ کيلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، چې د څه باندې ۲۰ ملیونونو افغانیو په لګښت د سیمو خلکو په مالي ملاتړ بیا رغول کېږي. نوموړي ویلي، چې د یاد سړک د بیا رغولو چارې د ملي دفاع وزارت د انجنیرۍ ټیم په واسطه پرمخ وړل کېږی او ټاکل شوې، چې له دوو میاشتو په لږ وخت کې به یې چارې بشپړې شي.












