ننګرهار کې د تورخم له لارې په جبري توګه له پاکستانه راستنېدونکو کډوال چې د تورخم په پنډغالي کې ځای پر ځای شوي، وايي په ستونزمن حالت کې دي. دوی زیاتوي چې د سړو ولايتونو اصلي اوسېدونکي دي او د ژمي له رارسېدو سره د اوسېدو لپاره ځای نهلري. د تورخم په پنډغالي کې کډوال له سرپرست حکومته غواړي چې د ژمي تر پای ته رسېدو په ګرم سیرو ولايتونو کې ورته د اوسېدو زمينه برابره کړي. اخوا د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چمتو دي چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او په همدې موخه يې د لنډمهالو پنډغالو جوړولو تر څنګ د ستونزو د دايمي حل هڅې هم ګړندۍ کړې دي. د مسوولینو د معلوماتو له مخې د پاکستاني حکومت له خوا د ضرب الاجل له اعلان وروسته د تورخم له لارې پنځوس زره کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوي او لا هم دا لړۍ په چتکۍ روانه ده.
































