د سمنګانو د اوبو او برېښنا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د آبګردان بند د جوړولو د چارو له پیل خبر ورکړی دی. د سمنګانو د سیندیزې حوزې رییس محمد عمر انس وايي چې د ایبک ښار د رباتک په دره بچه کلي کې د ۲ میلیونه ۵۴۴ زره ۶۶۰ افغانیو په لګښت د ۴۵ مترو په اوږدوالي او ۵،۸۵ مترو په لوړوالي سره، د آبګردان بند د جوړولو چارې پیل شوې دي.
































