د سمنګانو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت د مرکز په ایبک ښار کې د څه باندې ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د څلورو پراختیایي پروژو د چارو له بشپړېدو خبر ورکوي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د ایبک ښار په بېلا بېلو سیمو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام له لوري د ۶ میلیونه او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت څلور پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. هغوی زیاته کړې، چې په یادو پروژو کې د ۲۰۰ مترمکعب اوبو په وړتیا د یوې ذخیرې جوړول، د ۱۲ مترو په اوږدوالي د یو پلچک جوړول او د ۱۶۹ مترو په اوږدوالي د کانالونو پخول شامل دي.
































