په فراه ولایت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري له پاکستان څخه په زوره راستنېدونکو هېوادوالو ته د پنډغالي جوړلو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د یاد ولایت د افغاني سرې مياشتې ټولنې ریيس مير احمد هاشمي وايي، چې ياد پنډغالی د کډوالو د خونديتوب او ساتنې لپاره جوړېږي او د منظمو خيمو په درلودلو سره د هرې خيمې ترڅنګ د پخلي لوښي او د اړتیا وړ غير خوراکي توکي هم د کډوالو لپاره له توان سره سم د سرې مياشتې ټولنې له لوري چمتو شوي دي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د راستنېدونکو هېوادوالو د لاښه خدمت هڅه کوي او د هر اړخيز ملاتړ ترڅنګ به یې هڅه وکړي، چې په نورو برخو کې هم ورته اسانتياوې رامنځته کړي. په ياد کمپ کې درول شوې خيمې هره يوه د ۱۲ کسانو د ځایولو وړتيا لري.
































