د بغلان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت په پلخمري ښار، مرکزي بغلان، دهنه غوري ، نهرین او دوشي ولسوالیو کې پر۱۱ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د وېش خبر ورکړی دی. د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست نعمت الله نوري وویل چې په دغه مرسته کې پر هر بزګر د غنمو ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه او ۱۰۰ کیلو ګرامه توره او سپینه سره وېشل شوې ده. د نوموړي په خبره دغه پروګرام د (AFO) موسسې له خوا تمویل او د اغاخان د پراختیايي دفتر له لوري پلي شوی دی.
































