د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې ادارې یا اوچا په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شتون په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې هره میاشت له ۶۰ څخه زیاتو افغانانو ته چې اکثره یې ماشومان دي د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې مرګ ژوبله اړوي. اوچا ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله په ماینونو یو تر ټولو ککړ هیواد دی. اوچا په دغه راپور کې ویلي، چې درې میلیونه افغانان د ماینونو، ناچاودو توکو او د جګړې له پاتې شونو سره په هر کیلو مترۍ کې اوسیږي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د نورو ولایتونو پرتله د ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ، او سمنګان ولایتونو کې خلک ډیر د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښ سره مخ دي.












