د کانونو او پټروليم سرپرست وزیر له لوري د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د ۵ میلیارده او ۵۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو د استخراج چارې پیل شوې. نوموړي ویلي، د اوسپنې دغې سترې پروژې قرارداد چې په څلورو بلاکونو وېشل شوي یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د ۳۰ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوي چې د اسختراج او پروسس ټولې چارې به يې د هېواد په داخل کې ترسره کېږي. د ده په خبره دغه شرکتونه به د څه باندې ۵۰۰ زره ميليونه ډالره پانګونه کوي. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وویل، چې دا شرکتونه به د سيمي خلکو لپاره به ټولنيز خدمتونه وړاندې کوي او همدارنګه به د کانونو د استخراج او پروسس برخه کې د سيمې خلکو ته د کار لومړيتوب ورکوي. د چارواکو په خبره ، ددې پروژې پرانیستل کېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
































