د پرتګال حکومت وايي چې ۱۷۰ سرتېري یې افغانستان ته د تګ لپاره په تیاریو بوخت دي. ددغه حکومت پوځي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دوی غواړي په دوره يي توګه خپل عسکر په افغانستان کې بدل کړي نو له همدې امله به په تازه اقدام کې ټولټال ۱۷۰ سرتیري افغانستان ته استوي. د سرچینې په خبره عسکر په څو پړاوونو کې لېږل کېږي چې په لومړۍ جوپه کې به څلوېښت عسکر افغانستان ته راشي. ددغه سرتېرو ډېره برخه به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په روزنه او ملاتړ کې ونډه اخلي او کم شمېر به یې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر په ساتنه کې همکاري کوي. دغه سرتېري داسې مهال افغانستان ته راځي چې د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې باید ټول بهرني عسکر له افغانستان ووځي.
































