امریکا په افغانستان کې پر وروستي تاوتریخوالي یو ځل بیا اندېښنه ښودلې ده. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې رامنځ ته شوې جګړې او تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی. دده په خبره په هرات کې د تېرې شپې هوایي برید هم باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي، ځکه ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. خلیلزاد همدا راز وایي ټول افغانان د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتونکي دي او ټولو ښکېلو اړخونو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لپاره اقدامات وکړي. خلیلزاد ویلي تاوتریخوالی د هېچا په ګټه نه دی او د روانې جګړې د ختمولو یوازینۍ لار خبرې او مذاکرات دي.
































