د عامې روغتیا سرپرست وزیر، له نړیوالو ادارو له افغانانو سره د روغتیايي خدماتو په رسولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د عامې روغتیا سرپرست وزیر دا غوښتنه پرون د هېلټ نېټ موسسې له اجراییوي مشر سره په کتنه کې کړې ده. د هېلټ نېټ موسسې اجرایه مشر «براین ترنن» د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي. د بې پولې ډاکټرانو ټولنې پخوا ویلي وو، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ له کبله د افغانستان روغتیايي نظام له زیاتو فشارونو سره مخامخ دی.
































