ميدان وردګو ولایت کې د سلګونه چاک شونډو ماشومانو عمليات په وړيا ډول ترسره کېږي. د دغه ولایت روغتیايي مسوولین وايي، په شخصي روغتونونو کې په دغه ډول عملیاتو له ۵۰ زره افغانیو زیات لګښت راځي، چې د دغه ولایت اوسېدونکي یې توان نه لري او په همدې موخه یې دوی ته وړیا خدمات پیل کړي دي. د ناروغانو کورنۍ د ډاکټرانو دې لورینې ته ډېر خوښ دي او وايي، د خپلو ماشومانو پرې شونډو ته ځورېدل او په ټولنه که یې ځان کم ګاڼه. د ویلو ده چې، تر دې وړاندې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د سلګونو کسانو د سترګو عملیات هم په وړیا ډول ترسره شوي دي.
































