د رییس الوزراء د فرمان له مخې د کابل ښار په شمال کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره یو لنډمهالی پنډغالی جوړ شوی دی. د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې پنډغالي یا کمپ کې د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، خوراکي توکو، څښاک اوبو او درملو اسانتیاوې برابرې شوې دي. د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو د نیولو، ځورولو او شړلو لړۍ پیل کړې او له پاکستان څخه هره ورځ زرګونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستنیږي.
































