د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې پرون د سپین بولدک او تورخم له لارې ۵ زره او ۵۷ کډوال افغانستان ته راستانه شول. دغه وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، په راستانه شویو کسانو کې لس تنه یې په پاکستان کې بندیان شوي کډوال و. د راپورونو له مخې، یاد شمېر کسان د کډوااو په ادارو کې له ثبت وروسته د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ور پیژندل شوي. له دې سره، د پکتیکا ولایت د کډوالو چارو ریاست بیا په دې ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته په دریو پنډغالو کې د ۵۲ خیمو د درولو خبر ورکړ. دغه ریاست وایي، دا درې لنډمهاله پنډغالي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په تروو، انګور هډه او د پکتیکا په مرکز ښرنه کې جوړ شوي دي، راستنېدونکو کډوالو ته د سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو او د روغتیایي خدمتونو په برخو کې همکاري کوي.
































