وروسته تر هغه چې ولسي جرګې د ملي دسترخوان په نامه د حکومت یو پروګرام د رایو په اکثریت رد کړ او یاد پروګرام یې فساد ته د زمینې برابرول وبلل د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا پر یادې جرګې غږ کړی چې اوس هم وخت لري څو د هېواد له غریب او بیچاره ولس څخه بښنه وغواړي او اجازه دې ورکړي چې د یو څه مودې لپاره یې دسترخوان ډک شي. هغه ویلي، هغوی چې پر فیسبوک د ملي دسترخوان مخالفت کوي د غریبانو استازولي نشي کولی. نوموړي زیاته کړې، که چېرته د ملي دسترخوان پروګرام لپاره د نړیوال بانک ځانګړې شوې پیسې بل لور ته لاړې شي نو ملامت به د ولسي جرګې غړي وي. صالح دا څرګندونې په داسې حال کوي چې ولسي جرګه په دوبنۍ رخصتي تللې ده.
































