ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی سبا د افغانستان په اړه د خپلې ارزونې راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي. د راپورونو له مخې، به دغې ارزونې کې د ملګرو ملتونو دغه استازي له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو او مېرمنو د تعلیم او کار حقونه ورکړي. په دې راپور کې راغلي، چې په هرو نړیوالو نظامونو او ادارو کې په رسمي توګه د افغانستان بیا ورګډیدل، د افغان مېرمنو برخې اخیستنې او رهبریت ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو په تېره مارچ میاشت کې د ترکیې پیژندل شوي ډيپلومات فریدون سینیرلي اوغلو ته دنده ورکړه، چې د افغانستان په اړه خپله ارزونه وکړي او خپل راپور د نومبر تر ۱۷ مې پورې چمتو کړي. سرپرست حکومت که څه هم تراوسه د دغه خپریدونکي راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې تر دې یې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ راپورونه بې اساسه بللي دي.










