اقتصاد وزارت د سيګار هغه راپور رد کړی، چې ويلي يې وو، سرپرست حکومت د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي او پر مرستندويه ادارو فشار راوړي. دغه وزارت وایي، دوی تل هڅه کوي، چې مرستې په شفافه ډول تر اړمنو ورسوي او دې برخه کې یې په هیڅ یوې مرستندویه ادارې د فشار راوړلو هڅه نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د امريکا د څارنې ځانګړې ادارې سيګار راپور ورکړی وو چې سرپرست حکومت له افغانانو سره په شوو مرستو کې لاسوهنه کوي.











