د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستنې په غبرګون کې یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې، د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودروي. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې، اسلام آباد په افغانستان کې اوسني بشري ناورین ته په کتو که دغه بهیر ته دوام ورکوي؛ نو دغه چاره اندېښمنونکې ده. د ویلو ده چې، څو ورځې مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسلګرۍ ویلي وو چې، د روان کال له تلې میاشتې تراوسه نږدې ۴۰۰ زره افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.











