د روغتیا نړۍوال سازمان وایي؛ تمه کیږي چې د پاکستان د حکومت د وروستي بې اسناده کډوالو د ایستلو پلان په پایله کې به شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغان کډوال په زور یا په رضا افغانستان ته ستانه شي. د دغو ګڼ شمېر کډوالو راستنېدل د نورو عواملو تر څنګ، د عامې روغتیا د پام وړ اندېښنې را پارولي؛ په ځانګړې توګه د ننوتلو په مختلفو ځایونو کې د پولیو د ویروس د لېږد خطر شتون لري. د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د ۷۰۰ زرو افغان راستنېدونکو روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي لپاره یې په یوه مفصل پلان کار کړی، چې دغو روغتیایي اړتیاو د پوره کولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده. د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې روغتیایي خدماتو ته په ځانګړې توګه د ساري ناروغیو، د مور او ماشوم روغتیایي خدماتو او د میندوارۍ بېړنۍ پاملرنې په برخه کې د محدود لاسرسي له امله د ناروغۍ او مړینې د کچې د زیاتوالي احتمال هم شته. د روغتیا نړۍوال سازمان افغانستان ته د ننوتلو په لویو لارو ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې خپل ټیمونه ځای پر ځای کړي دي.











