په هرات کې زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون مسوولین وايي چې د دغه ولایت له زلزله ځپلو سره د چین مرستې د تورغنډۍ بندر له لارې دغه ولایت ته رسېدلې دي. د یاد کمېسيون وياند او د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس احمدالله متقي وايي، چې د چين هېواد له خوا ٣٦٠ ټنه مرسته شوې، چې د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ کې د ماليې وزارت د استازي مفتي کفايت الله حقاني او د هرات ولايت د مستوفي ته سپارل شوې ده. نوموړی زیاتوي، که څه هم دغه مرستې د زلزله ځپلو لپاره بسنه نه کوي، خو تر یوه حده د دوی ستونزې هوارولای شي او په دې برخه کې یې له چین څخه مننه وکړه. په دغو مرستو کې خېمې، ژمنۍ جامې، کټونه، د لومړنیو مرستو کېټونه او داسې نور توکي شامل دي چې د چین له خوا زلزله ځپلو ته ورکړل شوې دي.
































