د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه څه باندې ۴ لکه کډوال هیواد ته را ستانه شوي دي. د دغه وزارت مسوولین وایي چې په دغه موده کې تر ټولو زیات کډوال له ایران او تر ټولو کم یې له ترکیې څخه هیواد ته بیرته را ستانه شوي دي. د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۸زره افغان کډوال له پاکستان، شاوخوا ۲۰۰ تنه له ترکیې او پاتې نور ټول له ایران څخه هیواد ته ستانه شوي دي. باهر زیاته کړه چې د یادو کډوالو تر ټولو زیاته برخه یې هغه کسان دي چې له قانوني اسنادو پرته یې په هغه هېوادونو کې ژوند کاوه او په زوره افغانستان ته شړل شوي دي.
































