د سویلي پښتونخوا چمن پرلت وهونکو د ملاتړ په موخه د چمن ښار لسګونه زره ماشومان نن د پرلت په ملاتړ راوتلي وو. د دغو ماشومانو عمرونه د شپږو او ۱۲ کلونو تر منځ وو او تور بېرغونه یې له ځانه سره لېږدول. د پاکستان حکومت له لورې د سپین بولدک – چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ د پرېکړي په غبرګون کې لسګونه زره کسانو د تېرو ۲۹ ورځو راهیسې پرلت وهلی دی. د پاکستان دغې پرېکړې او پرلت له امله د سوېلي پښتونخوا د اوسېدونکو کاروبار په ټپه درېدلی دی. دغو ماشومانو هم د سپین بولدک – چمن پر دروازه د افغانستان او پاکستان تر منځ په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول. لاریون کوونکي وايي، په سولهییز ډول یې خپل د حق تر لاسه کولو لپاره پرلت او لاریونونه وکړل؛ خو که غوښتنې یې و نه منل شي دا به یې وروستی پرلت وي او تر دې وروسته به لويې لارې بندې کړي.
































